د افغانستان د ا.ا د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ننګرهار کې د ګلابو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي دي. د یاد وزارت ویاند ملا مستعین عمري رسنيو ته په استولې پيغام کې ويلي، ګلاب د ننګرهار په اچین، سپین غر او دره نور ولسوالیو کې پر ۵۰۰ جريبه ځمکه کرل شوي چې سږ کال به ترې تر ۲۵۰ ټنو پورې حاصلات را ټول شي. عمري د ګلابو د تېر کال د حاصلاتو ارقام نه دي ياد کړي خو ويلي يې دي چې د سږ کال حاصلات به د تېر هغه په پرتله ۲۰ سلنه ډير وي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، له هر جريب ځمکې په کلني ډول تر ۷۰۰ کيلوګرامو پورې د ګلاب ګلونه را ټوليدای شي. د ننګرهار له ګلبڼونو را ټول شوي حاصلات د دغه ولايت د عطر جوړولو په دوو فابريکو کې پروسس کيږي او ترې لاس ته راغلي عطر او نور محصولات د پام وړ بيه او بازار لري.
































