هرات کې ځايي چارواکي وايي چې د وروستيو اورښتونو له کبله د دغه ولايت په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند کاسه ډکه شوې چې له کبله يې د دغه بند درې غير فعال توربينونه بيا فعال شوي دي. ويل کيږي چې د سلما بند د يادو توربينونو په فعاليدو سره ۴۰ ميګاواټه اضافي برېښنا د هرات شبکې ته داخله شوې ده. د يادونې وړ ده چې د تېرو دوو کلونو وچکاليو له کبله په سلما بند کې د برېښنا د توليد کچه د پام وړ راکمه شوی وه او د دغه ولايت د اړتيا لویه برخه د ترکمنستان او ايران له وارداتي برېښنا پوره کېده.
































