اروپايي ټولنه وايي افغان حکومت ورسره د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه کړې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره یې کتلي دي.
دده په خبره په دې لیدنه کې د ښوونځیو پر پرانیستلو او نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرو بحثونه شوي دي. نیکلاسون وایي افغان لوري ورسره ژمنه کړې چې ژر به د نجونو پر مخ تر دوولسم ټولګي پورې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت نشراتي برخې هم دغه لیدنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې لیدنه کې د زده کړو پر روان وضعیت، دوه اړخیزو همکارو او اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.
































