د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ايبټ اباد کې د ګوښه شوي لومړي وزير عمران خان تر څرګندونو وروسته ويلي چې هغه د پاکستان پر ضد دسيسه پيل کړې او بايد قانوني چلند ورسره وشي. شهباز شريف ويلي، عمران خان د سياست پر ځای دسيسو جوړولو ته مخه کړې او په وينا يې چې هغه غواړي ټول پاکستان له خپلې سر تمبګۍ قربان کړي. عمران خان پرون په ايبټ اباد کې يوې لويې غونډې ته د وينا پر مهال پر حکومت توندې نيوکې وکړې او خلک يې پر خلاف پاڅونونو ته وهڅول. هغه خپلو پلويانو ته وويل چې خدای به ترې پوښتنه کوي چې د يوه تپل شوي حکومت پر خلاف مو څه وکړل؟ ده زياته کړه چې په اوس شرایطو کې بې پلوه پاتې کېدل د ځناورو خاصيت دی او له انسانانو سره نه ښايي چې بې پرې پاتې شي.د پاکستان د لومړي وزير دفتر ويلي چې عمران خان د ايبټ اباد په جلسه کې اساسي قانون او ملي ادارې ننګولې دي چې له همدې کبله بايد ورسره قانوني چلند وشي. د لومړي وزير دفتر ويلي، د عمران خان لومړۍ دسيسه دا وه چې د پاکستان اقتصاد پر سيند لاهو کړي او نوې دسيسه يې دا ده چې په دغه هيواد کې د کورنۍ جګړې اور بل کړي. سرچينې زياته کړې چې لومړۍ دسيسه يې شنډه کړې او ډير ژر به دويمه دسيسه هم شنډه کړي.
































