د کوچني اختر په مناسبت د وسله والو طالبانو له خوا د درې ورځیني اوربند له اعلان وروسته د افغان حکومت له خوا هم د سمدستي اوربند اعلانیدو مثبت غبرګونونه له ځان سره لرل . د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او د ناټو غوځ ملاتړ ماموریت دا د افغان سولې په لور مهم ګام بللی دی ، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د طالبانو له اعلان سره جوخت پر حکومت غږ وکړ چې سمدستي دوی هم اوربند اعلان کړي چې حکومت هماغسې وکړل، پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت او طالبانو دواړو له لوري د اوربند اعلان د هرکلي وړ بللی او د دایمي اوربند ټینګیدو هیله یې کړې ده. د یادونې وړ ده چې طالبانو تیره شپه د اختر په مناسبت د درې ورځیني اوربند اعلان وکړ او پر خپلو وسله والو یې غږ وکړ چې د حکومت تر واک لاندې سیمو ته د نه ځي او پر حکومتي ځواکونو د بریدونه نه کوي چې وروسته حکومت هم مقابل لوري ته ورته اعلان وکړ.
































