د کاراو ټولنيزو چارو وزارت وايي، په بهرنيو بانکونو کې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنيو کنګل کېدل، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو، بيوزلۍ او وزګارتيا د زياتوالي سبب شوې دي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت دا څرګندونې د افغانستان پر بيارغونې د امريکا د ځانګړي پلټونکي دفتر د هغې ادعا په غبرګون کې دي چې ويلي يې وو، د ا.ا په واکمنيدو سره افغانستان کې په سلګونو زره کسان وزګار شوي دي. ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ا.ا په داسې حال کې د بېوزلۍ او بيکارۍ د کمولو لپاره پر سترو پروژو کار پيل کړی چې په ميلياردونو ډالرو شتمنۍ يې د امريکا له لوري کنګل شوې دي. خبرپاڼه زياتوي چې د امنيت ټينګښت او د ا.ا اقتصادي پلانونو ته په پام سره به ډير ژر د هيواد اقتصادي ستونزې هوارې شي.
































