داطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون او په کابل کې د یادې ټولنې له سفیر آرنوټ پاویلس او مل پلاوي سره کتلي دي. په یاده لیدنه کې دواړو لورو د بیلابیلو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه کړي دي.
دغه راز د افغانستان توماس نیکولاسن د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي او د نړۍ امنیت له افغانستان سره تړلی یاد کړی او ژمنه یې کړې، چې هېڅکله به هم افغانستان کې د وسلهوالو مخالفینو ملاتړ ونه کړي.
د دې تر څنګ یې په بهر کې د چاپ شویو افغان پاسپورټونو په رالېږد کې د اسانتیاو برابرولو او همکارۍ ژمنه کړې.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې ویلي، چې تل مو په کور د ننه مخالفینو ته د خبرو اترو دروازې پرانیستې دي.
































