اروپایي ټولنه وایي د افغانستان ثبات د ټولې نړۍ د ثبات لپاره مهم دی. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسون د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د دایمي ثبات او امنیت له راتګ ملاتړ کوي.
په دې لیدنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې دوی له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په خبره یې له دې ځایه به هېچا ته هم د ګواښ جوړېدو اجازه ور نه کړي. په دې لیدنه کې افغانستان ته د چاپ شوو افغان پاسپورتونو د لېږد په اړه هم خبرې شوې دي او نیکلاسون ژمنه کړې چې په دې برخه کې به همکاري کوي.
په ورته وخت کې افغان لوري غوښتنه کړې چې نړیوال دې په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي او په خبره یې دوی به هم چا ته اجازه ور نه کړي چې نړیوال ثبات ته خطر جوړ کړي. د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي چې دوی افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي او له هېڅ جګړه کوونکې ډلې به ملاتړ و نه کړي.
































