طالبانو د افغان حکومت له لوري د دوی د ۲ زره بندیانو د خوشې کولو اعلان یو غوره ګام بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی هم د حکومتي زندانیانو خوشې کولو ته ژمن دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دا څرګندونې پر خپل ټویټر د ولسمشر غني له لوري د ۲ زره طالب زندانیانو د خوشې کولو په غبرګون کې کړې دي خو دا یې نه ده روښانه کړې چې دوی به څومره زندانیان خوشې کوي. د یادونې ده چې ولسمشر غني پرون د یو فرمان په صادرولو سره د دوه زره نورو طالب زندانیانو د خوشې کولو امر کړی دی.
































