هند هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر درېیو ورځو کې د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی دی او هیله یې ښودلې چې اوربند نور هم وغځېږي څو په دې جګړه ځپلي هېواد کې بشري وضعیت ته رسیدګي وشي. هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ لیکلي، هند په افغانستان کې د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي او هیله لري چې وروستی غوره اقدام افغانان یوې تلپاتې سولې او ثبات ته ورسوي. خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې هند د سولې، امنیت، حاکمیت او سوکالۍ په برخه کې د افغانستان او افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.
































