د فنلنډ ولسمشر ساولي نینیستو او لومړۍ وزیرې سانا مارین ویلي هېواد یې باید ژر تر ژره ناټو ته د غړيتوب غوښتنليک وسپاري. دوی دغه څرګندونې د يوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره کړې دي او ټاکل شوې چې په دې اړه رسمي دريځ يې د راتلونکې يکشنبې پر ورځ اعلان شي. بل پلو سويډن هم ويلي چې په دې تړاو به خپل دريځ د يکشنبې په ورځ اعلان کړي. فنلنډ او سويډن د بې پرې پاتې کېدو خورا اوږد تاريخ لري، خو پر اوکراين د روسيې بريد د دوی پر سياستونو هم اغېز کړی او له راتلونکو احتمالي بريدونو د خونديتوب لپاره يې د ناټو غړيتوب ته زړونه ښه کړي دي. په ورته مهال بيا روسيې ګوتڅنډنه کړې چې که فنلنډ او سويډن د ناټو د غړيتوب پر اخيستلو اقدام وکړي له ناوړه پايلو سره به مخ شي. د ناټو د منشور پر بنسټ، پر يوه غړي هيواد بريد پر ټولو بريد ګڼل کيږي او بايد په ګډه يې دفاع وکړي. د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي چې که فنلنډ او سويډن د غړيتوب غوښتنه وکړي نو دوی به يې اداري کارونه په چټکۍ سره پر مخ بوځي.
































