د نړۍ د اوو سترو اقتصادي لرونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د طا لبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په حقونو او آزادیو د محدودیتونو ډیروالی افغانستان د نړیوالې ټولنې څخه نور هم منزوي کوي. د امریکا، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې په یوې اعلامیې کې ویلي، طا لبان په دې کړنو سره ځان د نړیوالې ټولنې څخه لا څنډې ته کوي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن ویلي چې د زده کړو څخه د افغان نجونو محرومول چې طا لبانو ویلي د افغانستان د ولس په غوښتنې یې دا کار کړی، د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د نوي رژیم په رسمیت پیژندلو کې یو ستر خنډ دی. نړیوالې ټولنې د طا لبانو په رسمیت پیژندلو او د افغانستان سره د مرستو لپاره یو مهم شرط دا ایښی چې طا لبان باید افغان نجونو ته د زده کړو او کار کولو فرصت ورکړي خو نیکلسن وایي د طا لبانو د تازه کړنو له کبله نړیواله ټولنه د هغوی په ژمنو شکمنه شوې ده.
































