د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر ضد د طا لبانو د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه چې پکې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د نوي سرپرست حکومت لخوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه وشول. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مشرې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ناروې په مشرۍ د امنیت شورا د پنځلس غړیو هېوادونو استازو ته معلومات ورکړل. په ملګرو ملتونو سازمان کې د ناروې د استازولۍ مرستیالې وویل چې، طالبانو د اقتصادي کړکېچ د هواري پر ځای په ښځو او نجونو ظلم شروع کړی. همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازې هم وویل که طا لبان داسې تګلارو ته دوام ورکړي ډېره ستونزمنه ده چې افغانان او نړیوال یې د یوه مشروع حکومت په توګه ومني.































