په افغانستان کې د ښځو د حجاب په اړه د اوو صنعتي هېوادونو د مخالفت په غبرګون کې د ا.ا سرپرست حکومت وايي، د نړۍ ستر هېوادونه باید په کورنیو چارو کې د بې بنسټه اندېښنو د مطرح کولو پر ځای دې د افغانستان اصلي مسایل چې بندیزونه او محدودیتونه پکې شامل دي رسیدګي وکړي. د ا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د اوو سترو صنعتي هېوادنو د اعلاميې په غبرګون کې ویلي، چې ا.ا د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته ژمن دی او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به ټولو ته د کار او زده کړو زمینه برابره شي. نوموړي ویلي، چې د نړۍ قدرتمند هېوادونه دي د افغانستان د کورنیو مسایلو پر ځای اصلي مسایلو ته رسېدنه وکړي. سمنګاني وايي د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه دې له افغانستان سره رسمي او دیپلوماتيکې اړیکې ولري. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د اوو سترو اقتصادي لرونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د طا لبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په حقونو او آزادیو د محدودیتونو ډیروالی افغانستان د نړیوالې ټولنې څخه نور هم منزوي کوي.
































