د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د المان صدراعظم اولاف شولز سره په خبرو کې پر اوکرايين تور پورې کړی چې ګواکې د سولې خبرو په مخکې روسیه نه بلکې پخپله کيېف خنډونه جوړوي. شولز ته دا څرګندونې روسي ولسمشر داسې مهال پر ټلیفون کړې چې د اوکرايين د بهرنیو چارو وزیر دیميترې کولیبا المان ته تللی دی. کولیبا هلته خبریالانو ته ویلي، داسې احساسوي چې روسيه نه سولې او نه هم د امنیت په اړه خبرو ته لېواله ده. پوتین همدا راز ادعا کړې، هغه ملکي کسان، چې د ماريوپول په فولادو کارخونه کې ایسار پاتې وو، په خپله اوکرايني ځواکونو هلته په زور کېنولي وو. خو اوکراييني چارواکو ویلي وو، هغه ملکي وګړي د روسيې له توغندیزو بریدونو د ځان ساتلو لپاره په دغه کارخونه کې پټ شوي وو. روسي او اوکراييني مشران د یوه بل پر ضد داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې بریتانیا پر مسکو د لا سختو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.
































