روسي رسنۍ وايي، چې د تاجکستان او روسیې ولسمشرانو پرون د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي. ټاس خبري آژانس د تاجکستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له قوله خبر ورکړی، چې امام علي رحمان او ولادیمیر پوتین د افغانستان د روانو حالاتو او د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث وکړ. د تېرې شنبې په ورځ د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه د تاجکستان په خاوره کې پر ناڅرګندو اهدافو اوه توغندي ولګېدل چې مسوولیت یې داعش وسله والې ډلې ومانه.
































