روغتیا وزارت وایي، هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۹۱ مثبتو پېښو له ثبتېدو سره پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۱ زره او ۱۷۳ تنو ته پورته شوی دی. د روغتیا وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا تازه پېښې ۳۹۰ په کابل، ۶۲ هرات،۳۶ بلخ، ۲۱ بادغیس، ۱۸ ننګرهار، ۱۴ـ۱۴ په کونړ او تخار، ۱۱ په جوزجان، ۷ په میدان وردګ، ۵ـ۵ پکتیا او بغلان، ۳ خوست، ۲-۲ په غور او پنجشیر او یوه په بامیان ولایت کې ثبت شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، په همدې موده کې په هرات ولایت کې پر کرونا ناروغۍ اخته یو کس مړ شوی هم دی چې ورسره په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړه شویو شمېر ۲۱۹ کسانو ته رسېدلی دی او ۱ زر او ۹۷ نور بیا تر درملنې وروسته بېرته رغېدلي دي.
































