د افغانستان ا.ا مالیې وزارت نن د وزیرانو شورا تر تصویب او د ملا هبت الله اخندزاده تر تاییدي وروسته د ۱۴۰۱ مالي کال ملي بودجه چمتو او اعلان کړې ده. مالیې وزارت ویلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال ملي بودجه ټولټال۲۳۱ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۰۳ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده. د دغه وزارت په خبره، د روان مالي کال ملي بودجه په بشپړ ډول له خپلو کورنیو عوایدو څخه ترتیب شوې او بهرنی مالي ملاتړ نه لري. یاد وزارت زیاته کړې ده چې ده په تصویب شوې بودجه کې ۴۴ مېلیارده افغانۍ کسر شته؛ خو د ا.ا.ا به د منظم مالي پلان له مخې د همدې بودجې پر اساس د کال تر پایه خپلو موخو ته ورسېږي.
































