د افغانستان ا.ا پوهنې وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې اووه زره د ښوونکو او اداري خالي بستونه اعلان کړي دي. یاد وزارت ویلي چې دغه وزارت په هرات، فراه، غور، بادغیس، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې اته زره د ښوونکو او اداري بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپارلي دي. د دغه وزارت په خبره، په یادو بستونو کې دوه زره او ۷۷۷ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي. پوهنې وزارت زیاته کړې ده چې دغو بستونو ته به د ازادې سیالۍ له لارې کسان جذب شي او بریالي کسان به ډېر ژر په رسمي توګه خپلې دندې پیل کړي.
































