د روسیې او تاجکستان رهبرانو ولادیمیر پوتین او امامعلي رحمان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د تاجک رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین له رحمان سره په یوې ټلفوني مکالمه کې هوکړه کړې ده چې د افغانستان او تاجکستان پر پوله باندې به د امنیت د تامین برخه کې خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي. یاد دواړه مشران وروسته تر هغه د افغانستان او تاجکستان پر پوله باندې د امنیت ټینګښت په اړه خبرې کوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ داعش ډلې د افغانستان له تخار ولایت څخه پر تاجکستان د توغندویي برید ویډیو خپره کړې ده.
































