د خوراکي توکو په بیو کې لوړوالي افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار په یوه راپور کې ویلي چې له یوې خوا د افغانستان خلک له بېوزلۍ سره مخ دي او له بلې خوا د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. سرچینه کاږي دې مسئلې خوراکي توکو ته د خلکو لاسرسی کم کړی او لوږه یې پراخه کړې ده.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده او تمه لري چې نړیوالې مرستې دلته د خلکو ستونزې راکمې کړي
. سیګار داسې مهال افغانستان کې د بیو له لوړېدو خبره کوي چې د اوکراین له جګړې سره په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې کمې شوې دي او دې مسئلې د سیمې پر ډېری هېوادونو منفي اغېز کړی دی.
































