نړیوالې څارونکې ادارې وايي چې په افغانستان کې د کورنیو اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی. سیګار په یوه راپور کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې د شاوخوا ۸۵ سلنه کورنیو په عاید کې کموالی راغلی دی او ۲۱ سلنه داسې کورنۍ هم شته چې عاید یې صفر ته رسېدلی دی.
سرچینه کاږي د بېوزلۍ روانې چټکې پراختیا په افغانستان کې خلک اړ کړي چې بډوډي او د خپل بدن نور غړي وپلوري او تر څنګ یې د خپلو ماشومانو پلورلو ته هم مخه کړې ده. راپور همدا راز وایي دا چې د بډوډو پلور ډېر شوی نو بیې هم نیمایي ته راښکته شوې دي، خو خلک اړ دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره په ورته چارو لاس پورې کړي.
سیګار زیاتوي چې افغانستان کې د فقر روانه پراختیا اندېښمنوونکې ته او د جدي مرستو ته اړتیا ده. بلخوا افغان حکومت بیا وایي چې دوی د دایمي اقتصادي ودې په لټه کې دي خو له نړیوالو هم د مرستې غوښتنه کوي.
































