د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په ښېوه ولسوالۍ کې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ښېوې ولسوال شاه محمود ویلي چې دا پېښه د دغې ولسوالۍ د مال مندۍ سیمه کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي. د ولسوال په خبره، وژل شوی او ټپیان ټول یې ملکي وګړي دي. شاه محمود ویلي چې ماین په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. د ننګرهار عامې روغتیا ریاست هم تایید کړې ده چې له یادې پېښې یو جسد او څلور ټپيان وروړل شوي دي چې په وینا یې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
































