ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ريچارډ بېنېټ افغانستان ته را لېږلی چې دلته د بشري حقونو وضعيت وارزوي. بېنېټ به د افغانستان د ا.ا له چارواکو او ګڼو نورو لوریو سره هم وګوري او له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې به ترې مرسته وغواړي. د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکی به د خپلواک کارپوه په توګه د مدني ټولنې او نړیوالو بنسټونو او ډېپلوماتیکو استازولیو له غړو سره هم وګوري. هغه به خپلې موندنې د روان کال په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې او د بشري حقونو شورا ته په یوه راپور کې وړاندې کړي.
































