د شانګهای د همکاريو سازمان د ترهګرۍ ضد کمېټه نن په نوي ډيلي کې غونډه پيلوي او ټاکل شوې چې افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او ټولګډونه حکومت د جوړيدو په تړاو هم پکې خبرې وشي. د اې اېن آی په نوم يوې هندي رسنۍ ويلي چې دا غونډه به د مې تر ۱۹ مې نيټې پورې روانه وي او د چين، پاکستان، روسيې او هند استازي به پکې پر مختلفو موضوعاتو بحثونه وکړي. سرچينې زياته کړې چې د افغانستان بشري او امنيتي وضعيت او دغه هيواد کې د تلپاتې ثبات لپاره د يوه پراخ بنسټه حکومت جوړيدل به د غونډې د بحث محوري موضوعات وي. دې ته ورته يوه غونډه د تېر کال په نومبر مياشت کې هم په نوي ډيلي کې جوړه شوې وه. په ياده غونډه کې د ايران، قزاقستان، قرغيزستان، روسيې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنيت سلاکارانو ګډون کړی و.
































