د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان نوی سرپرست حکومت دې د افراطیت مخنیوی وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې ترهګر له دغه هېواد څخه ګاونډي هېوادونه وګواښي. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وایي، چې نوی افغان حکومت دې په افغانستان کې د افراطیت د ودې مخه ونیسي او اجازه دې نه ورکوي، چې ترهګریزې ډلې له دې هېواد څخه ګاونډیو هېوادونو ته ګواښونه پېښ کړي. خطیب زاده په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ا.ا د ټولو افغانانو د امنیت مسوولیت لري او په خبره یې ایران هم له نوي حکومت سره د اړتیا په صورت کې د امنیت تر څنګ په ټولو مسایلو کې همکارۍ ته تیار دی. د یادونې ده چې ایران مخکې تر دې هم افغان حکومت ته له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د همکاریو ټټر وهلی دی خو ا.ا ویلي چې دوی د هېواد د امنیت ټینګښت برخه کې د چا مرستې ته اړتیا نه لري.
































