د افغانستان د ا.ا د کورنیو چارو وزارت وايي چې په غزني کې پاکستان ته د وسلو او مهماتو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي دي. یاد وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې درې تنه چې په یوې لارې کې یې وسلې او مهمات ځای پر ځای کړي وو، نيول شوي دي. سرچینه زیاتوي چې نيول شويو کسانو غوښتل يادې وسلې او مهمات پاکستان ته قاچاق کړي. په ورته مهال د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې هم د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د نيول کيدو خبر ورکړل شوی دی. کورنيو چارو وزارت وايي چې په ډنډ ولسوالۍ کې د وسلو د لېږد په تور يو کس نيول شوی دی. د نيولو شويو وسلو او مهماتو د شمېر او ډول په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
































