د سعودي ارامکو کمپنۍ ویلي چې د لوړو نرخونو او لوړې کچې د توليد له کبله يې سږ کال عوايد ۸۲ سلنه لوړ شوي دي. د انرژۍ د دې لويې کمپنۍ خالص عاید د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې 39.5 میلیارډ ډالرو ته لوړ شوي دي. دا په نړۍ کې د تېلو او ګازو د بیو له لوړېدو او له ۲۰۱۹ کال راهيسې د دې کمپنۍ تر ټولو ډيره ګټه بلل کېږي. پر اوکرایین د روسیې له یرغل را وروسته د تېلو او ګازو بیې اسمان ته ختلې دي. روسیه د انرژۍ په برخه کې د نړۍ له سترو صادروونکو هېوادونو ده خو لوېدیځو هېوادونو ژمنه کړې چې له دې پلوه به پر روسیې تکیه کموي. د تېلو بیې د اوکرایین تر جګړې مخکې هم لوړې شوې وې ځکه چې اقتصاد د کرونا وبا له اغېزو بېرته د رغېدو په حال کې دی او د تېلو د تولید غوښتنه خورا لوړه ده.
































