امریکايي حکومت یو شمېر افغانانو ته چې د تخلیې په ماموریت کې ایستل شوي امریکا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي. د راپورونو له مخې یو شمېر افغانان په امنیتي مرکو کې ناکام شوي او ویل کېږي چې جرمي سابقه او یا ورته نورې ستونزې لري چې له همدې امله یې امریکا ته له ورتګ مخنیوی شوی دی.
د امریکا ديپلوماتیکو سرچینو ویلي چې دا کډوال دمګړی په ځینو نورو هېوادونو کې مېشت دي چې ځینې سرچینې یې شمېر شپاړس کسان یادوي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې د تخلیې تر ماموریت وروسته په ټولو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي افغان کډوال یې امریکا ته بېولي دي او د ډېرو په اړه یې لا هم څېړنې او پوښتنې روانې دي.
































