له ناټو سره د فنلنډ او سویډن د یو ځای کېدو غوښتنې نوې ناندرۍ رامنځ ته کړې دي. روسیې دغه دواړو هېوادونو ته ویلي چې ستره تېروتنه یې وکړه او په اسانه به یې و نه بښي. بلخوا ترکیې ویلي چې له ناټو سره د یادو هېوادونو د یو ځای کېدو مخالف دی او په خبره یې دغه هېوادونو د ترکیې مخالفو وسله والو ډلو ته پنا ورکړې وه نو په دې توګه دوی ته د ترهګرو د پالونکو هېوادونو په سترګه ګوري.
ترکیه چې د ناټو دایمي غړی هېواد دی وايي، چې په ټول توان به له ناټو سره د فنلنډ او سویډن د یو ځای کېدو مخه ونیسي. فنلنډ او سویډن د روسیې له وېرې له ناټو سره د یو ځای کېدو غوښتنې سپارلې دي او هڅه کوي د اوکراین له برخلیک ځان وژغوري.
































