پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پولیسو باندې د وسله والو په برید کې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان د لکي مروت سیمې په غزنيخېل سیمه کې د پولیسو پر یو موټر د وسله والو کسانو د برید په نتیجه کې رامنځته شوې ده چې پکې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د دغه برید پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو مخکې تر دې په یادو سیمو کې د ډېریو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې ده.































