د فراه ولایت سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دریو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فراه د بالابلوک ولسوالۍ ولسوال ویلي چې دا چاودنه د راکټ مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور تپيان شوي دي. د هغه په خبره دا مرمۍ له تېرې جګړې څخه پاتې شوه او د لوبو پر مهال یې پر ماشومانو چاودنه کړې ده. ولسوال ویلي چې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
































