د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي چې په افغانستان کې اقلیت او اکثریت وجود نه لري او ټول افغانان له یو او بل سره وروڼه او برابر دي. نوموړي په متحده عربي اماراتو کې له افغان سوداګرو سره په لیدنه کې زیاته کړې ده چې دوی به هیچاته په افغان چارو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي نو ښه به وي چې ګاونډي او د نورې نړۍ هېوادونه په افغان چارو کې له مداخلې لاس واخلي. ستانکزي ویلي چې د افغانستان ا.ا څلوېښت کاله د افغانستان د خپلواکۍ اخیستلو لپاره مبارزه کړې ده او که چېرته اړتیا پېښه شي نو سل کاله نور هم د افغان خاورې د دښمنانو پر وړاندې درېدلی شي.
































