افغان سیاسیونو ترکیه کې د نوې جبهې پر جوړولو هوکړه کړې ده. د افغانستان د پخواني حکومت ځينو سیاسي څېرو او د ځينو ګوندونو مشرانو په ترکیه کې غونډه کړې ده او ټینګار یې کړی چې دوی به د افغانستان د ژغورلو لپاره د یو بل تر څنګ درېږي.
دا غونډه د پخواني چارواکي او جنګي قومندان عبدالرشید دوستم په کور کې شوې ده. د یادو سیاسیونو نږدې کسانو هم غونډه تایید کړې ده. بلخوا رسنۍ وایي چې دغه کسان نور د افغان ولس ترمنځ کوم باور او ځای ځایګی نه لري او د یوې بلې جګړې په لټه کې دي چې ملت به یې تر څنګ و نه درېږي.
افغان حکومت پر تازه غونډه غبرګون نه دی ښوودلی خو تر دې وړاندې یې ویلی وو، دوی په دې لټه کې دي چې ټول سیاسیون سره راټول کړي او د هېواد د ابادۍ لپاره په ګډه کار وکړي.
































