پاکستان له امریکا سره د اړیکو جوړولو په لټه کې دی. د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو امریکا ته تللی دی او هلته یې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر بېلو دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو خبرې شوې دي. بوټو وايي چې امریکا ورسره د اقتصادي همکاریو ژمنه کړې ده او ویلي یې دي چې پاکستاني او امریکايي سوداګر به په خپلو کې د ګډو سوداګریو لپاره هڅه کوي. امریکا همدا راز له پاکستان سره د خوړو، اوبو او ځینو نورو مواردو په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.
































