د امریکا په بېلابېلو ایالاتونو کې د کرونا ناروغي په خورا چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده. په امریکا کې تر اوسه پورې له یو میلیون او ۷۲۵ زره ډېر کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي. که څه هم چې په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ناروغۍ ګراف مخ پر ځوړ روان دی، خو په امریکا کې لا هم دغه ناروغۍ صعودي حالت حالت خپل کړی دی. کرونا ناروغۍ په امریکا کې تر اوسه پورې له یو لک ډېر کسان مړه کړي دي.































