د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت ايرګاشيف په تاشکند کې د فرانسې له سفيرې اوليا بوشز سره کتلي او د افغانستان اړوند موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي. له ازبکستانه په راپورونو کې ويل شوي چې ازبک او فرانسوي لوريو افغانستان ته د بشري مرستو د رسونې لپاره د اسانتياوو پر ډيرولو هوکړه کړې ده. تاشکند کې د فرانسې سفيرې د ازبکستان د ټولو هغو هڅو مننه کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په لاره کې يې کړې دي. د ازبکستان په هڅو کې ترمذ ښار کې د بشري مرستو دهليز هم شامل دی چې ملګرو ملتونو يې د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.
































