د ګڼو نورو هیوادونو په څیر المان کې د اېهرلیس په نامه یو انستیتیوت هم اعلان کړی او ویلي یې دي چې ژر به د کرونا ویروس لپاره واکسین جوړ کړي. د یاد انستیتیوت رییس کلاوس سیکوتیک ویلي، ژر به داسې واکسین جوړ کړي چې بیه به یې پرې راغلي لګښت ته نږدې وي. د نوموړي په خبره، د درمل جوړولو یو شمېر الماني شرکتونو دوی سره ژمنه کړې چې دا واکسین به له لوړو لګښتونو پرته نورې نړۍ ته ورسوي.
































