د امریکا د کورني امنیت وزارت نویو ورغلیو افغانانو ته د موقتې محافظتي اقامې د ترلاسه کولو لپاره د ثبت او نوملیکنې نېټه اعلان کړه. د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه نن پیلیږي. د کورني امنیت په اعلامیې کې ویل شوي، ټول هغه افراد چې د افغانستان تر نامه لاندې موقته محافظتي اقامه غواړي، باید غوښتلنیک ډک او ورته وسپاري. په دغه پروګرام کې به هغه افغانان شامل وي چې له افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته لېږدول شوي دي. د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د ادارې د اټکل په اساس د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې ۷۲۵۰۰ افغانان د تخلیې په پروګرام کې متحدو ایالتونو ته انتقال شوي دي. د امریکا د مهاجرت د قانون په اساس، د داخلي امنیت اداره په امریکا کې مېشتو هغو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د شاملېدو اجازه ورکوي چې د تاوتریخوالي، طبیعي پېښو او یا د نورو ستونزو له کبله، خپل هېواد ته نشي ستنېدلی.































