په افغانستان کې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره نړیوال بانک د افغانستان د روغتیا سکتور ته ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده. د ا.ا د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د نړیوال بانک او د دغه وزارت ترمنځ د جنیوا په غونډه کې د یوه تفاهم لیک له مخې ۱۵۰ میلیونه ډالره روغتیايي مرسته شوې وه. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د افغانستان د عامې روغتیا له سکټور سره دا د نړیوال بانک په زیاته کچه لومړنۍ مرسته ده. عامې روغتیا وزارت د نړیوال بانک د یادو مرستو هرکلی کړی او د افغانستان د روغتیا په برخه کې یې د لا زیاتو مالي مرستو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ژغورنې نړیوالې کمیټې د افغانستان د روغتیا سیسټم د احتمالي سقوط خبرداری ورکړ وو او ویلي یې وو چې په دغه هېواد کې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
































