د امریکا د د موکرات او جمهوریت غوښتونکو قانون جوړونکو د بایډن په ادارې فشارونه زیات کړي چې روسیه د ترهګرو د ملاتړي او تمویل کوونکي هېواد په توګه وپېژني. د استازو خونې په یو پرېکړه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه همدا غوښتنه کړې او د ګانګرس غړي هلې ځلې کوي چې روسیه په اوکراین باندې د برید له کبله تنبیه کړي. د جمهوریت غوښتونکو او دموکرات ګوندونو دوو غړو جو ویلسن او تیدلو دا پرېکړه لیک وړاندې کړی او هڅه کوي روسیه په هغه لست کې شامل کړي چې شمالي کوریا، ایران او کیوبا هم په کې دي. د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي له امریکایي قانون جوړوونکو سره په ملاقات کې هم وغوښتل چې روسیه باید رسمآ د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د امریکایي مقاماتو دا هڅه احماقانه اقدامات بللې او ویلي دي چې مسکو به یې ځواب ووايي.
































