د عامې روغتیا وزارت یو تن مرستیال وحید مجروح وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۹۹۴ شکمنې پېښې څېړل شوې چې له ډلې یې ۶۲۵ مثبتې دي. له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۴۵۶ ته رسېدلی دی. نوموړي زیاته کړې چې په همدې موده کې د کرونا له امله اووه تنه مړه شوي چې ورسره له همدې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر ۲۲۷ ته پورته شوی دی. مجروح نن په کابل خبري کنفرانس ته وویل، چې دوی اوسمهال د ورځې ۲۰۰۰ ټېټسټونه کوي خو راتلونکې اونۍ کې به د نوي لابراتوار په پرانیستلو سره د ټېسټونو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېږي.
































