د دایکندي د کانونو او پټرولیم امریت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې اوه نوي کانونه موندل شوي دي. د دایکندي ولایت د کانونو او پټرولیم آمری مولوي محب الله شکېب وايي چې په دایکندي کې د ډبرو کانونو د نویو اوه نورو ساحو په موندلو سره په دغه ولایت کې د موندلو شویو کاني ساحې شمېره ۱۲ ته رسیږي. نوموړی وايي، چې نوي موندل شوي کانونه د دغه ولایت په ګیزاب، خدیر، اجرستان وپاتو ولسوالیو کې موقعیت لري، چې سرب، مرمر ډبرې او د ډبرو سکاره پکې شامل دي. شکېب زیاته کړه دغه کانونه د سرپرست حکومت تر راتګ مخکې په ناقانونه توګه ایستل کېدل او قاچاق کېدل خو اوسمهال د سرپرست حکومت په راتګ سره په دغه ولایت کې په بشپړ ډول د قیمتي ډبرو او نورو کانونو د ناقانونه ایستلو او قاچاق مخه نیول شوې ده.
































