ملګري ملتونه وایي د افغانستان لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل مهم دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز په تازه مرکه کې ویلي دا چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تعامل مهم دی نو د افغانستان نوی حکومت هم باید دا په یاد ولري چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل د دوی لپاره خورا مهمه مسئله ده. د نوموړې په وینا نړیواله ټولنه له افغانستان سره د تعامل لپاره خپل شرایط لري چې بشري حقونه یې په سر کې دي.
د لاینز په خبره د بیان ازادي، ښوونځيو ته د نجونو تګ، مېرمنو ته د کار اجازه ورکول دا ټول هغه موارد دي چې نړیواله ټولنه یې د عملي کولو غوښتونکې ده. لاینز وايي له افغان حکومت سره یې په دې تړاو خبرې پيل کړې دي او تمه لري چې مثبې پایلې ته ورسېږي.
































