د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مخ پټو وسله والو دوه پولیس په ډزو وژلي او یو بل یې سخت ټپي کړی دی. اسلام اباد کې د ځایي پولیسو مشر د دې پېښې پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې یاده پېښه د ترنول په سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه ویلي، پولیس په داسې حال کې د مخ پټو موټرسایکل سپورو تر برید لاندې راغلل چې په سیمه کې یې پلې ګزمه کوله. چارواکي وایي چې په پېښه کې وژل شوي یو یې په سیمه کې د یوې پوستې قومندان او بل هغه یې ساتونکی و. د طالبانو حزب الاحرار ډلې د برید پړه پر غاړه اخیستې د ورته نورو بریدونو ګواښ یې کړی دی.
































