له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب تېره ورځ د پنجشېر خلکو سره په لیدنه کې ویلی، چې د امنیت په ساتلو کې دې له افغان ځواکونو سره خپله بشپړه همکاري وکړي. نوموړي دغه راز ویلي، چې خلک باید د دوښمن د تبلیغاتو ښکار نشي. مجاهد په یاد سفر کې د پنجشیر امنیت د ډاډ وړ ارزولی او امنیتي ځواکونو ته یې د امنیت د ټینګښت په برخه کې سپارښتنې کړې دي. مولوي یعقوب په داسې حال کې یاد ولایت ته سفر کوي، چې څو ورځې وړاندې په پنجشیر کې د ا.ا د ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ د نښتو راپورونه خپاره شول؛ خو ا.ا رد کړي وو.
































