د افغانستان ا.ا روغتیا وزارت وایي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د دوام لپاره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده. یاد وزارت زیاته کړې، ټاکل شوې چې یاده مرسته به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د لومړنیو روغتیایي خدماتو پر برابرولو، د روغتیایي کارکوونکو پر معاشونو او د طبي تجهیزاتو پر برابرولو ولګول شي. یاد وزارت ډاډ ورکړی دی چې مرسته شوې پیسې به په تر ټولو غوره شکل د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ولګول شي. د یادونې ده چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی په صفر کچه کې دی او همدا لامل دی چې د یو شمېر عادي ناروغیو له امله هم په ورځ کې په لسګونو خلک خپل ژوند بایلي.
































