د امریکا په شیکاګو ایالت کې یو وسله وال کس د ټوپک په ډزو نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. راپورونه وایي چې یاد کس د پولیسو جامې پر تن کړې وې او د یو پلورنځي مخې ته پر ولاړو کسانو یې له خپل موټر څخه ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې دوه کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي. راپورونو کې د شیکاګو ایالت د چارواکو له خولې راغلي چې بریدګر یې نیولی دی او د پېښې په تړاو د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې عدلي او قضايي ارګانونو ته استولی دی. پولیسو ویلي چې د برید انګېزه روښانه نه ده خو زیاتوي چې ښایي شوې پېښه ترهګریزې ریښې ولري.
































