د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر ویب سایټ او رسمي فیسبوکپاڼه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې له نورو ملي او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ به هڅه وکړي چې د نويو کارکوونکو په ګومارلو سره خپل ماموريت ته له هر ډول سیاسي ليدلوري پرته ادامه ورکړي. د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون دا اعلاميه په داسې حال کې ده چې د افغانستان ا.ا د دغه کمېسيون په ګډون د ځينو نورو ادارو تشکيلات لغوه کړل. د کمېسيون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر تر دې وړاندې له خپلې دندې استعفا ورکړې وه، خو اعلاميه وايي چې نورو غړو يې د رايو په توافق د کمېسيون پخوانی مرستيال نعيم نظري د رييس په توګه ټاکلی دی. مالومه نه ده چې دا ټاکنې کله او چيرته شوې دي. د افغانستان ا.ا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































