په کابل کې د ناروې سفیر اولي لینډمن د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او دغه راز په دغه هېواد کې په بشري، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختکونو په اړه خبرې اترې شوې دي. سرچینه کاږي، د بهرنیو چارو وزیر پر نړېوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعیت له نږدې وویني او د مغرضو رسنیو او مخالفینو په خپرو شویو اوازو دې قضاوت نه کوي بلکې حقیقت دې په خپله معلوم کړي.یاد وزارت زیاته کړې ده چې په کتنه کې دغه راز ویل شوي چې افغانستان او ناروې به یو له بل سره خپلې اړیکې پالي او د همکارۍ له مخې به ستونزو ته د حل لارې پیدا کوي.
































